لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بت
۵. په بېلابېلو برخو کې د مطلقې آزادۍ څرګندونې (دوام)
۲. په اقتصادي برخه کې
په اقتصادي ډګر کې مطلقه آزادي د بېپولو آزاد بازار په بڼه څرګندېږي. په دې نظام کې د شتمنۍ راغونډول او د شخصي ګټې ترلاسه کول د مسلمو حقونو په توګه پېژندل کېږي، او د دولتي مقرراتو هر ډول محدودیت یا ټولنیز عدالت ته پاملرنه د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.
په دې لیدلوري کې انسانان تر دې چې ښه ښاریان وي، د حکومتي لارښوونو پابندي وکړي او د نورو د حقونو درناوی وکړي، تر ډېره د خپلواک مصرفوونکي په توګه پېژندل کېږي؛ په پایله کې انساني او ټولنیزې اړیکې یوازې مالي راکړې ورکړې او شخصي ګټې ته راټیټېږي.
د ځینو اقتصادپوهانو په وینا، په اقتصادي برخه کې مطلقه آزادي سپېڅلې ګڼل کېږي، چې کله ناکله ورته د «لېسهفر» (Laissez-faire) اصطلاح هم کارول کېږي (بیات، ۱۳۹۴: ۳۸۷). د دې لیدلوري یوه بېلګه د جرمي بنتهام په نظریه کې هم لیدل کېږي؛ نوموړی څرګندوي چې د انسان نېکمرغي په ډېرې خوښۍ، خوند او مادي شتمنۍ کې نغښتې ده (هماغه).
که څه هم د آزاد بازار دغه نظریه په ظاهره د منلو وړ ښکاري او د لوېدیځو فکري لیدلورو ملاتړ ورسره مل دی، خو په تاریخ کې یې منفي پایلې هم ثبت شوې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۰۸ کال نړیوال مالي بحران د «بازار آزادۍ» تر نامه لاندې د بانکي مقرراتو د لرې کولو مستقیمه پایله وه (بختیارزاده، ۱۳۸۸: ۵۲–۵۴).
بانکونو او مالي بنسټونو له دې مطلقې آزادۍ څخه په ګټې اخیستنې له لوړ خطر سره مخ معاملې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د مالي نظام د ورکېدو او د میلیونونو انسانانو د ژوند د زیانمنېدو لامل شوې. دا د دې نظریې د منفي پایلو یوه څرګنده بېلګه ده.
سره له دې چې د دې ډول آزادۍ د منفي پایلو بېلګې شته، خو په معاصره نړۍ کې بیا هم دې آزادۍ ته ډېر اهمیت ورکول کېږي.
عصري جاهلیت