لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال پر درشل
د پخواني شوروي اتحاد سقوط او وتل
د. د پخواني شوروي اتحاد د دورې تلپاتې زیانونه
له بده مرغه، د پخواني شوروي اتحاد د دورې تلپاتې زیانونه د افغانستان پر وجود داسې ټپونه دي چې هېڅکله یې رغېدنه ونه شوه. د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان اشغال د دې هېواد پر ټولنیز او کلتوري جوړښتونو نه جبرانېدونکي زیانونه واړول. په لنډ ډول، په لاندې څو برخو کې ورته اشاره شوې ده:
۱. سوځېدلی نسل: د افغان ماشومانو دوه نسلونه د کډوالو په پنډغالو او د بمباریو تر سیوري لاندې لوی شول. د یونیسف څېړنې ښيي چې په دې دوره کې له ۶۰ سلنې څخه ډېر افغان ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي وو (د یونیسف راپور، ۱۹۹۰).
۲. د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړېدل: کابل چې یوه ورځ د «اسیا پاریس» په نوم یادېده، د کمونیستانو په واکمنۍ کې د کنډوالو په یوې غونډۍ بدل شو. روغتونونه، ښوونځي او د اوبو رسولو سیستمونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو.
۳. کلتوري شلېدنه: د افغانستان هنر، کلتور او ادبیات چې زرګونه کلن تاریخي ریښې یې لرلې، په دې دوره کې نږدې په بشپړه توګه له منځه ولاړل. ګڼ شمېر هنرمندان او روڼاندان یا ووژل شول او یا هم اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي.