لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ د ژوند د سبک پایلې
د درېیم څپرکي وروستۍ لنډیز
دې څپرکي په ډاګه کړه چې د لوېدیځ د ژوند سبک، سره له دې چې د مادي او ټکنالوژیکي برخو په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو په خپل تر ټولو بنسټیز اړخ کې له ماتې سره مخ شوی دی. دا ماتې نه تصادفي ده او نه هم د بهرنیو عواملو پایله، بلکې د دې تمدن د فلسفي بنسټونو مستقیمه او نه بېلېدونکې پایله ده؛ هغه بنسټونه چې انسان یې له الله تعالی، معنویت، ټولنې او په پای کې له خپل حقیقي ځان څخه بېل کړی دی.
په فردي کچه، دې بېلتون د رواني ژورو کړکېچونو لامل شوی دی. هغه ټولنې چې په ظاهره د «ځمکې پر مخ جنت» ته ورته ښکاري، د خپګان، اضطراب، ځانوژنې او نوو راټوکېدونکو روږدوونکو عادتونو له لوړو کچو سره لاس او ګرېوان دي. د عصري ژوند چټکتیا او د خوندونو د پالنې فرهنګ نه یوازې دا چې انسان ته یې ارامتیا نه ده وربښلې، بلکې هغه یې د لنډمهالو خوندونو د پرلهپسې لټون او د لا ډېر مصرف په نه ختمېدونکې کړۍ کې راګیر کړی دی؛ چې په پایله کې یې د تشوالي، یوازیتوب او له خپل حقیقي ذاته د پردیتوب احساس رامنځته کړی دی.