لیکوال: عبدالهادي مجاهد
د ډیموکراسۍ په اړه د ګډون په باب د شکونو بحث او د هغه ځوابونه؛
دویمه شبهه — د نجاشي رضيالله عنه د عمل پر بنسټ استدلال (دوام)
۳- د نجاشي (رضيالله عنه) په زمانه کې شریعت بشپړ شوی نه و، او د واټن او د مواصلاتي وسایلو د نشتوالي له امله شرعي احکام هره ورځ، هره اوونۍ يا هره مياشت هغه ته نه رسېدل. هغه يوازې هغو احکامو ته مکلف و چې ورته رسېدلي وو. خو اوس چې شریعت بشپړ شوی او ټول احکام یې په يو ځل موږ ته رسېدلي دي، نو د ډيموکراسۍ مینهوال او شوقيان څنګه کولای شي شته بشپړ شریعت پرته له پامه ږدي او د هغه وخت پر عمل استدلال وکړي چې شریعت تر هغې وخته بشپړ نه و؟