فهرست بستن

دریمه شبهه – د دیموکراسۍ نوم د شوری ایښودل

سیکولر او لویدیځ پلوه عناصر چې د اسلام په نړۍ کې د دیموکراسۍ د خپرولو او تطبیق هڅې کوي، د مسلمانانو د غولوولو په موخه د بې‌دینه لویدیځې دیموکراسۍ نوم د اسلامي «شورا» پر نامه بدلوي او په دروغو تبلیغ کوي چې ګواکي دیموکراسي د اسلامي شورا یوه پرمختللې بڼه ده، او د هغې په عملي کولو سره د اسلام شورایي نظام په عمل کې تطبیقېږي.

امریکا او د هغې صلیبي متحدینو هغه مهال چې افغانستان یې د سختو بمبارونو او د یو شمېر منافقینو او کورنیو جاسوسانو په مرسته ونیوه، او وروسته له دې چې لسګونه زره مسلمانان یې ووژل، غوښتل یې چې پر افغانانو یو غلام او بې‌اختیاره حکومت وتپي او د همدې لارې د افغانستان د اشغال د جواز دلایل برابر کړي.

د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره، دلته یې هم د دیموکراسۍ بوق او سرنا وغږاوه. څو تنه خاینان او وطن‌فروشان یې له یو شمېر هغو سیکولر افغانانو سره، چې له لویدیځه یې له ځانه سره راوړي وو، یوځای له کمونیستانو او د هغوی له ملیشو ملګرو سره د دیموکراسۍ په رسۍ وتړل، او ټول یې په یوه غونډه کې چې «لویه جرګه» یې ونوموله، د هغه خیمې لاندې راټول کړل چې هماغو اشغالګرو مخکې له مخکې درولې وه.

او بیا یې په ډېره بې‌شرمۍ د هغوی د سر پورته د قرآن کریم دا مبارکه آیه ولیکله:
«وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ» (سورة الشوری / ۳۸)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *