لیکوال: محبوبی
تبلیغاتي جګړې پایلې
تاریخ او تجربه دواړه دا شاهد دي چې جګړه ـ پرته له دې چې د کوم ډول وي ـ د یوې ټولنې لپاره پرته له تباهۍ، دربدری او شاتګ څخه بل څه نه زېږوي. د هرې جګړې منفي پایلې او زیانونه د هغې د نوعیت له مخې توپیر لري.
د بېلګې په توګه، نظامي جګړه د خاورې د نیولو او د ښارونو او کلو د ورانولو سبب ګرځي، او ودانې سیمې په لنډ وخت کې په کنډوالو بدلېږي. خو تبلیغاتي جګړه د انسان فکر او فرهنګ تر خپل تسلط لاندې راولي، او په اوږد مهال کې د یوې ټولنې فکري او فرهنګي ارزښتونه له منځه وړي.
په نظامي جګړه کې د انسان بدن او جسم د برید هدف وي، خو د تبلیغاتي جګړې پایله د ایمان، عقیدې، عزم او ارادې ورانول دي. کېدای شي د نظامي جګړې ورانۍ په لږ وخت کې بېرته رغول کېدونکې وي، خو د تبلیغاتي جګړې تاوانونه او منفي اغېزونه د پېړیو په اوږدو کې هم سخت رغېږي.
له همدې امله، د تبلیغاتي جګړې زیانونه او تباهۍ د نظامي جګړې له ورانیو څو چنده زیاتې وېرهناکې دي. د دغې جګړې له جملې څخه دا زیانونه یادولی شو: د اسلامي ژوند د طرز بدلون، د اسلامي باورونو او ارزښتونو بدلول، د هویت ګډوډي او د اسلامي ټولنې سرګرداني، د لویدیځ فرهنګ ځایناستی کېدل په اسلامي ټولنه کې، او په پایله کې د اسلامي نړۍ زوال د لویدیځ په وړاندې.