فهرست بستن

په فکري جګړه کې له لویدیځ سره

تألیف: عبدالهادی مجاهد
د دیموکراسۍ په اړه د ګډون په هکله شکوک او د هغو ځوابونه
دریمه شبهه – د دیموکراسۍ نوم ایښودل په شورى

د (اسلامي شورا) او (د دیموکراسۍ پارلمان) ترمنځ توپیر، د (حق) او (باطل) ترمنځ د توپیر په څېر دی. د دغو دواړو ترمنځ ځینې مهم توپیرونه په لاندې ډول یادونه کوو:

توپیرونه د پارلماني رأی ورکولو او اسلامي شورا ترمنځ:

لومړی توپیر دا دی چې اسلامي شوری د مؤمنو، موحدو او د شریعت تابعو مسلمانانو ترمنځ ترسره کېږي، خو پارلماني رأی ورکول د داسې مجلس د غړو ترمنځ کېږي چې پکې مسلمان، هندو، مسیحي، یهودي، کمونیست او ملحد ټول په مساوي ډول د رأی ورکولو حق لري. په هغه کې پرېکړه د (حقانیت) او (دلیل د قوت) پر اساس نه، بلکې د (اکثریت رأیو) پر بنسټ کېږي.

قرآن کریم چې کله د شوری آیت بیانوي، په هغه کې شوری د هغو مؤمنانو صفت ګڼي چې هغوی پر الله ایمان لري، پر هغه توکل کوي، له ګناهونو او بې‌حیایۍ ځان ساتي، او کله چې په غصه شي، معاف کوي. هغوی هغه کسان دي چې د خپل رب دعوت منلی، لمونځونه کوي، کارونه یې د شوری پر بنسټ وي، له هغه څه نه چې الله ورکړي، مصرف کوي، او که پرې تېری وشي، ځان دفاع کوي.

قرآن مجید فرمایي:
(وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ)
یعنې د هغوی کارونه د شوری په اساس د دوی (مسلمانانو) ترمنځ دي.

خو د دیموکراسۍ او پارلماني رأی ورکولو مفکوره داسې ده لکه:
(وأمرهم شوری بینهم وبین غیرهم)
یعنې د هغوی (پارلمان والو) کارونه د شوری په اساس د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ ترسره کېږي.

په اسلام کې شوری یوازې د مسلمانانو ترمنځ ده، خو په دیموکراسۍ کې نظر غوښتنه او مشوره د مؤمنانو او کافرانو ترمنځ په ګډه ترسره کېږي.

نو د (اسلامي شورا) او (دیموکراتیک پارلمان) یو شان ګڼل په حقیقت کې د (حق) او (باطل) برابرول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *