لیکوال: عبدالهادي مجاهد
د دیموکراسۍ په اړه د ګډون پر سر د شکوکو او نیوکو مناقشه او ځوابونه
پنځم فرق:
په دیموکراسۍ کې د قانون سرچینه د خلکو غوښتنې دي، او د حق معیار د اکثریت رایه ګڼل کېږي. خو په اسلامي شوری کې اکثریت د احکامو په تشریع او د حق په ټاکلو کې هېڅ رول نه لري، بلکې د اکثریت پر ځای د دلیل قوت ته اعتبار ورکول کېږي، که څه هم دا قوي دلیل یوازې د یوه کس لهخوا وړاندې شوی وي.
شپږم فرق:
د دیموکراسۍ بنسټ په اروپا او په هغه ختیځزده، الحادي ټولنه کې اېښودل شوی، چیرې چې دین خپل رول له ټولنیزو او نظامي چارو څخه له لاسه ورکړی، او یوازې د کلیسا په یوه کونج کې بند پاتې شوی دی. خو شوری د اسلام د نظام یو نهجلا کېدونکی جز دی، چې په ټولو هغو چارو او نظامي مسایلو کې چې پرې څرګند نص نه وي راغلی، خپل اغېز لري، او مسلمانان پرې عمل کولو ته هڅول شوي دي.
نو د پورته یادو شویو توپیرونو له مخې، دیموکراسي او د اسلام شوری دوه بېل نظامونه دي؛ یو یې له اسلامه سرچینه اخلي او بل یې له الحاده. هغه کسان چې غواړي دیموکراسي د اسلامي شوری مترادف وښيي، یا خو د اسلامي شوری د نظام او حیثیت په اړه نه پوهېږي، یا د دیموکراسۍ په حقیقت نه دي خبر؛ او یا دا چې دواړه ښه پېژني، خو د منافقت له مخې غواړي د کفري دیموکراسۍ نظام د اسلامي شوری په بڼه مسلمانانو ته وړاندې کړي، څو مسلمانان هغه د دین مخالف ونه ګڼي او ومني.