فهرست بستن

اومانيزم او عبوديت

«د انسان مقام د لوېديځ او اسلامي اندونې په رڼا کې»

ليکوال: نهضت
دريم فصل: انسان د اسلام په فکري نظام کې
۶. د اسلامي انسان‌پېژندنې عملي تجليات
الف. عبادت: د انسان او خدای د اړيکې بشپړه تجلي

د اسلامي انسان‌پېژندنې په نظام کې عبادت يو پراخ، ژور او څو بُعدي مفهوم دی، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کريم کې د ذاريات په سورت کې فرمايي:
«وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ» (الذاريات: ۵۶)
يعنې: ما جِنّ او انسانان يواځې د دې لپاره پيدا کړي چې زما عبادت وکړي.

دا آيت څرګندوي چې عبادت د انسان د پيدايښت موخه او غايت دی. لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، د دې آيت له مخې عبادت يوازې په لمانځه او روژې پورې محدود نه دی، بلکې د انسان ټولې ورځنۍ چارې پکې راځي — هغه وخت چې دا چارې د الهي نيت او د الله د رضا لپاره ترسره شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو ارزښتناک حديث کې فرمايي چې:

«حتی د يو انسان له لورې د خپلې مېرمنې مينه‌ناکه کتل هم عبادت دی.»

دا خبره د اسلام د عبادت د مفهوم پراخوالی او ژورتيا څرګندوي. په دې نظر، د حلال رزق د تر لاسه کولو لپاره کار کول، د علم زده کړه، د خلکو خدمت، او حتی سالم تفريح او استراحت — که د الهي نيت له مخې ترسره شي او د هر عمل په ترڅ کې د خدای حضور احساس شي — د عبادت رنګ اخلي.

دا ژوره او دقيقه ليدلوری د مسلمان انسان ژوند د يوې پرله‌پسې عبوديت او بندګۍ صحنې ته اړوي، چې پکې د ژوند هېڅ شيبه له دایرې د عبوديت څخه بهر نه پاتې کېږي.

عبادت په دې مفهوم کې:

  • د انسان او خدای تر منځ اړيکه پياوړې کوي،
  • د نفس تزکيه او روزنه رامنځته کوي،
  • د ژوند نظم او انضباط ټينګوي،
  • او د مسئوليت‌پالنې روحيه غښتلې کوي.

په دې توګه، اسلام عبادت د انسان د فکري، اخلاقي او عملي ژوند محور ګڼي، څو د انسان ټول وجود د الهي بندګۍ ښکلی انځور شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *