فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې چارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولریزم

د سیکولریزم د خپرولو وسایل؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولریزم خپرول (دوام)
۱۲. د وخت ضایع کول: انسان د یوه ستر هدف لپاره دې نړۍ ته راغلی دی، چې هغه د الله جل جلاله عبادت دی؛ یعنې په ټولو چارو کې د الله تعالی اطاعت کول. دې نړۍ ته بېرته د راګرځېدو امکان نشته او دویم یا درېیم چانس هم نه شته. که څوک د شریعت له مخې ژوند وکړي، بریالی دی او که د شریعت مخالفت وکړي، ناکام او نامراده دی.
۱۳. د منکراتو، ګناهونو او فساد دودول: عام خلک داسې انګېري چې هغه څه چې د ټلوېزیون او راډیو له لارې خپرېږي، ښايي مباح وي او کومه ګناه ونه لري (العیاذ بالله). ځکه دوی فکر کوي چې دا ډول خپرونې د پخواني رژیم پر مهال هم کېدې؛ خو له دې څخه ناخبره دي چې د دغو رسنیو موخه په ټولنه کې د فساد خپرول دي.
۱۴. د اسلامي شعایرو او ملي کلتور سپکاوی: د ځینو سریالونو او تبلیغاتو په صحنو کې ږیره‌وال، پګړۍ‌وال او په افغاني جامو سمبال کسان د مجرمانو په توګه انځورېږي؛ خو برعکس، هغه کسان چې د ښه او نېک انسان په توګه ښودل کېږي، لوېدیځ‌ډوله نیکټايي او دریشي یې اغوستې وي.
۱۵. د شریعت د احکامو ملنډې وهل: لکه د حجاب، علماوو، اسلامي اخلاقو او آدابو مسخره کول.
۱۶. په خبرونو کې دروغ ویل، پر خلکو تورونه لګول او په ځینو خپرونو او سریالونو کې د هغوی ملنډې وهل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *