فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصو ر (رحمه الله)
پنځمه برخه:

د مجاهدینو سره د رهبر ملتیا؛ بې‌ساری ویاړ

د ملا اختر محمد منصور د رهبرۍ په دوره کې د اسلامي امارت له څرګندو ځانګړنو څخه یوه دا وه چې رهبر او امیر له عامو مجاهدینو سره یو ځای او مل و. دا هغه څه وو چې د نورو ګوندونو، ډلو او فکري جریانونو ترمنځ ډېر کم لیدل کېدل.هغه د ډېرو هغو سیاسي مشرانو خلاف چې په بهرنیو هېوادونو کې په خوندي ماڼیو کې ژوند کوي، د خپلې مشرۍ پر مهال هېڅکله له افغانستانه ونه ووت. هغه هماغه په غرونو او سختو دښتو کې، د وږو او تږو مجاهدینو ترڅنګ، په یخ او ګرمۍ کې شپې بې‌خوبي تېرولې او ورځې یې د دښمن په تعقیب کې سبا کولې.هغه له خپلو تر امر لاندې مجاهدینو سره نه له لرې، بلکې د جګړې په ډګر کې د درد او کړاو شریک و. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَيِّدُ الْقَوْمِ خَادِمُهُمْ» (رواه ابن ماجه)؛ یعنې: “د قوم مشر د هغوی خدمتګار وي.”ملا اخترمحمد منصور همداسې رهبر و؛ د مجاهدینو خدمتګار، نه پر تخت ناست طاغوت. دغه ملتیا او نږدېوالی د دې لامل شو چې مجاهدینو له زړه نه خپل رهبر خوښاوه او د هغه لپاره یې له خپل ځان څخه قرباني ورکوله. هغوی پوهېدل چې امیر یې له دوی سره په یوه سنګر کې، د یوه اسمان لاندې او د یوه دښمن پر وړاندې ولاړ دی.
همدغه متقابل باور او اعتماد د هغو سختو کلونو پر مهال د اسلامي امارت د بریاوو له مهمو ستنو څخه و. دښمن هېڅکله باور نه شو کولای چې د یوه ستر تحریک مشر به د لومړۍ کرښې په سنګرونو کې، د خاورو او وینو ترمنځ، له هر ډول تشریفاتو پرته او په ډېر ساده ژوند اوسېږي.خو دا د اسلامي امارت حقیقت و؛ هغه حقیقت چې د ملا اختر منصور په څېر شهیدانو پرې د تأیید مهر ولګاوه.

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *