د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په منځ کې ایران یوازینی هېواد دی چې په قصدي او دوامداره توګه یې د افغان کلتور د کمزوري کولو لپاره فعالیت کړی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت فعالیتونه په مختلفو برخو کې په ښکاره توګه لېدل کېږي. په هرات او نورو ښارونو کې د ایران قونسلګرۍ ډېره فعاله ده او کلتوري مرکزونه یې هم د ایراني کلتور د ودې په برخه کې فعالیتونه کوي. په دغو ښارونو کې د عامه سیاسي او کلتوري فعالیتونو سربیره، ډیری ښوونځي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ایران د حکومت تر پوښښ لاندې دي او هڅه کوي چې د دې سیمو راتلونکي نسل د ایراني کلتور سره اشنا کړي. د ایران حکومت د ښوونځیو د زده کوونکو د زده کړې سربیره محصلین یې هم نه دي هیر کړي او زموږ په هېواد کې پوهنتونونه یې هم جوړ کړي دي. د جامعه المصطفی پوهنتون د خپلو فرعي څانګو سره، د پیام نور پوهنتون او نور پوهنتونونه چې په غیر مستقیم ډول فعالې او ایراني کلتور خپروي. د جمهوریت په دوره کې د هیواد د لویدیځې برخې ډیری محصلین په غیاب کې د ایران پوهنتونونو ته جذبېدل او یوازې د سند د ترلاسه کولو لپاره یې زده کړې کولې، د فراغت سندونه یې ترلاسه کول او د ایران په شفقت سره به یې په هغه دولت کې غوره دنده ترلاسه کړه. د حیرانتیا خبره دا وه چې محصل به په سختۍ سره زده کړه کوله، خو اکثره افغان اهل سنت محصلین چې په غیاب کې یې زده کړې کولې په غوره نمرو او لوړ نغدو فیسونو بریالي کېدل. دا چلند د افغان اهل سنت ټولنې د خدمت په جامه کې یو ستر خیانت و.
د ایران کلتوري اغېزې!