موضوع: د انسان خلقت
د خلقت خدای انسان یې په فزیکي جوړښت، احساساتو، عواطفو، کړاوونو، ارمانونو، او اړتیاوو کې په داسې ډول پیدا کړی، چې په دې ځانګړتیاوو کې ټول سره شریکان دي. له همدې امله، تبعیض یو له خورا جاهلانه انساني چلندونو څخه دی، چې الله تعالی انسان یې له هغه نه منع کړی دی. د آسمانونو او ځمکې خدای د خپلې ارادې سره سم هغه څه چې د انسان لپاره لازمه وه ورته وړکړی او انسان د ډیرو څېزونو په درلودلو کې لږ رول هم نه لري. هغه څه چې موږ یې په وړاندې مسئوله یو زموږ چلندونه او کړنې دي او کېږي چې په اړه یې تبعیض ولرو. الله تعالی په پیدایښت کې ځیني اصول او ارزښتونه ایښي دي چې پابندي ورته ضروري ده. انسان مکلفه دی چې په کورنۍ او ټولنه کې مساوات، ازادي، ورورولي، په ټولو برخو کې عدالت، همکاري او تفاهم، الفت، سوکالي او روحي آرامښت رعایت کړي.په کورنۍ کې اړیکې د مساوات پر بنسټ رامنځته کیږي، لکه: الله تعالی فرمایي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا} [النساء: 1]ژباړه: «ای خلکو! له خپل رب نه ووېریږئ هغه چې تاسو یې د یو نفس نه پیدا کړي یاست او له هغه نه یې د هغه جوړه پیدا کړې ده، او له دغو دواړو نه یې په ( ځمکه کې) ډېر نارینه او ښځې یې خواره کړل، او له هغه الله نه ووېریږئ چې تاسو له یو او بل نه په نامه د هغه سره سوال کوئ او د خپلوي له پرېکولو نه (ووېریږئ)، بېشکه الله پر تاسو باندې ښه ساتوونکی دی.»
د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!