موضوع: د ماشومانو پالنه
د یوې سالمې کورنۍ د جوړولو یو له بنسټیزو محورونو څخه د کورنۍ د غړو د هویت ساتنه او د ماشومانو تعلیم ته پوره پاملرنه ده. د ماشومانو د ودې لپاره زده کړه او پالنه دواړه اړین دي؛ ځکه چې دوی د خدای له خوا والدینو ته سپارل شوي امانتونه دي. د اسلام ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)فرمایلي دي: «و ماشومانو ته د والدینو غوره ډالۍ د دوی ښه روزنه ده».
د اسلامي روزنې اصول
لومړی: ایماني روزنه
د خلکو د ایمان او عقیدې روغتیا، د اسلام د رسالت روح ده چې د دوی په زړونو او ارواحو کې په خدای، فرښتو، آسماني کتابونو، پیغمبرانو، د آخرت نړۍ او الهي قضا او قدر کې د ایمان د ارکانو د تخمونو په کرلو سره تحقق پیدا کوي. په لومړي ګام کې ښوونکي ته اړینه ده چې د زده کوونکي په زړه کې د توحید او عظمت نیالګۍ کښېنوي او د الله تعالی د ټولو نعمتونو په وراندی یې یو شاکر انسان و روزي. په بل ګام کې ښوونکی باید ماشومانو ته د څښتن کلام ور زده کړي او د اسلام ګران رسول د هغه کورنۍ او صحابه کرام هم ورته معرفي کړي. په بل ګام کې د خدای تعالی پر لارې د مسلمانو ماشومانو په زړونو کې د جهاد مينه او ایمان راژوندی او د اسلام دښمنان ورمعرفي کړي. ښوونکي ته دا غوره ده چې زده کوونکي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له مهمو احادیثو سره د هغوی د وړتیاوو له مخې اشنا کړي. ټوله توحیدي روزنه د بنده او خدای ترمنځ په اړیکه کې خلاصه شوې ده، ښوونکی مکلفه دی چې خپل شاګردان داسې و روزي چې د خدای له پاک او سپیڅلي ذات څخه هر څه وغواړي.
ادامه لري…
د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!