سرلیک: په ډيموکراسۍ کې د تنفيذي قوې (حکومت) خصوصیات
د انتخاباتو لپاره باید کاندیدان ښه ډېر لګښتونه وکړي په میاشتو او کلونو تبلیغاتی کمپاینونه وچلوي ترڅو خلک د خپلو ځانونو په ګټه رأيې ورکولو ته تشويق کړي.
د انتخاباتو په نتيجه کې چې د هرې نظريې خلک حاکمیت ته ورسېږي نور ټول خلک به يې حکومت مني او په خلاف به يې نه راپورته کېږي، خو د مخالف حزب په شکل کې د حکومت په ځینو اقداماتو اعتراض کولای شی.
دویم: د حقوقو او آزادیو اصل
په ډیموکراسۍ کې د حاکمیت تر اصله وروسته بل اصل د حقوقو او آزادیو اصل دی، چی د ډیموکراسۍ دوهم اصل ګڼل کېږي. د دغه اصل
له تطبیقېدلو پرته ډيموکراسي هېڅ معنی نه لري. يعني ټول هغه حکومتونه چې غواړي د ډيموکراتيکو يا جمهوري حکومتونو په حيث و پېژندل شي باید په حتمي ډول د ډيموکراسۍ په ټولو حقوقو رسمي اعتراف وکړي او د ډیموکراسۍ ټولې آزادی تأمین کړي. که دا کار ونه کړي نو هغه حکومتونه جمهوري او ډيموكراتيك نه ګڼل كېږي.
فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( د دوولسمې برخې ادامه)!