فهرست بستن

انسان د اسلامي فکري نظام په رڼا کې


۵. د اسلامي انسان‌پېژندنې بنسټونه

همدارنګه، د اسلام په دیني او عرفاني متونو کې انسان د خدای د اسماء او صفاتو مظهر بلل شوی دی. دا مظهریت د دې ښکارندوی ده چې د انسان په وجود کې د علم، قدرت، حکمت او الهي روح نښې شته، او همدې ځانګړتیا انسان له نورو مخلوقاتو بېل کړی دی. قرآن کریم په دې اړه فرمایي:
«ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِیهِ مِن رُوحِهِ» (سجده: ۹)
یعنې: “بیا یې هغه بشپړ کړ او خپل روح یې پکې پو کړ.”
دا آیت څرګندوي چې د الهي روح پوک په انسان کې هغه ته داسې ځانګړنه ورکړې چې له نورو موجوداتو یې ممتاز کړی او حتی پرښتې یې د هغه په وړاندې د سجود کولو ته اړې کړې. دا انسان‌پېژندنه د هغو فکري نظامونو څخه جلا ده چې انسان یوازې یو مادي موجود ګڼي، ځکه اسلام انسان د یوه روحاني او مجرد بُعد لرونکی مخلوق معرفي کوي، چې سرچینه یې د خدای ذات دی.

په عملي ډګر کې، توحیدمحوري د انسان په ژوند کې پراخ اغېزونه او مظاهر لري. په فردي بُعد کې، ټول عبادات له لمانځه تر روژې پورې د توحید پر محور ولاړ دي، او فردي اخلاق الهی رنګ خپلوي. په ټولنیز بُعد کې، د انسان اړیکې د عدالت او احسان پر بنسټ جوړېږي، او اقتصادي نظام د توحید او عدالت پر محور طرحه کېږي. په سیاسي بُعد کې، مطلق واک د الله متعال له‌دی، او قوانین باید د الهي شریعت پر بنسټ جوړ شي. قرآن کریم په یوسف سورت کې صراحتاً فرمایي:
«إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ»
(حکم یوازې د الله لپاره دی)
چې دا د همدې بنسټیز اصل څرګندونه کوي.

په پایله کې، توحیدمحوري انسان یو هدف‌لرونکی، ممتاز او مسؤل موجود معرفي کوي چې د ځان، ټولنې او خدای په وړاندې مسؤلیت لري. دا لید نه یوازې د انسان د سمو درک لپاره ضروري دی، بلکې د اسلام د اخلاقي، روزنیزو او ټولنیزو نظامونو بنسټ هم جوړوي. اسلام له دې نظره انسان یو کمال‌پذیر او هدف‌لرونکی مخلوق ګڼي، چې د ځان او خدای د پېژندنې له لارې د لوړې مرتبې مقام ته رسېدای شي. دا مفهوم نه یوازې په فردي بُعد کې، بلکې په ټولنیزو، سیاسي او معنوي برخو کې هم د بشري ټولنو د اوسنیو ستونزو د حل لپاره لارښود کېدای شي.

اسلام د همدې لید له مخې، توحید د انسان‌پېژندنې اساسي اصل ګرځولی، او دا لید اسلام د انسان په اړه یو جامع او تلپاتې نظام جوړوي، چې د مادي‌ګرایو او انسان‌ګرایو نظامونو پر وړاندې ځانګړی او ممتاز مقام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *