لیکوال: محبوبی
تبلیغاتي جګړې ځانګړتیاوې
هغه تبلیغاتي جګړه چې لویدیځوالو پر اسلامي نړۍ پیل کړې، بېلابېل ځانګړتیاوې لري؛ خو دلته د ټولو هغو یادولو ځای نشته. لکه څرنګه چې الله جل جلاله په قرآني آیتونو کې د هغو بېلابېلو طریقو یادونه کړې چې شیطانان د خلکو په اغوا کولو کې کاروي — له هغه جمله څخه دي: سپکاوی (استهزاء)، دروغ جوړول او بهتان (افتراء)، مسخره کول (تمسخر)، تورونه (تهمت)، تکذیب، افواګانې خپرول او ورته نور. په قرآن کریم کې راغلي چې دښمنان د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو ناوړه، غیرعقلاني او غیراخلاقي طریقو کار اخلي؛ ځکه د دوی په اند هدف وسیله توجیه کوي. له همدې امله دوی هېڅ عقلاني او اخلاقي اصل ته پابند نه دي. الله تعالی په سورهٔ اعراف (آیت ۲۱) کې وایي چې ابلیس د دې لپاره چې خپل هدف ته ورسېږي او حضرت آدم علیهالسلام ته وسوسه ورکړي، پر خدا قسم وخوړ او همدا ډول لومړی دروغین قسم د خدای په نوم منځته راغی:
﴿وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّـٰصِحِينَ﴾
(ژباړه: او [شیطان د دې لپاره چې وسوسهٔ هغه اغیزناک کړي،] د دواړو لپاره قسم وخوړه چې بېشکه زه ستاسو د نېکۍ غوښتونکی یم.)
نو هېڅ داسې ډګر نشته چې شیطانان پکې داخل نه شي او هېڅ داسې عمل نشته چې شیطانان د خپل ناپاک هدف د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه وانخلي؛ بنا له دې ویلای شو چې د سلطې جریان، یعنې د لویدیځ نړۍ، د خپلې کلتور تبلیغ لپاره له بېلابېلو وسیلو لکه رسنیو او کلتوري تولیداتو کار اخلي. هغه وسایل غواړي په بېلابېلو مینځپانګو کې د لویدیځي کلتور برتري، مطلقیت او جذابیت ښکاره کړي او د بېلابېلو کورنیو کلتورونو ناتواني وښيې، او په پای کې مخاطب د خپل کلتور پر ځای د لویدیځې ژوند طریقې او سبک ته د بدیل په توګه راوبولي. نو باید د تبلیغاتي جګړې مشخصې ځانګړتیاوې وپېژنو چې د ټولنو کلتوري انحلال په ډېر شدت سره پر مخ وړي، او د هغې د اغېز د چلونو سره بلد شو؛ ځکه د دې مقابله کولو مهمه لار همدا ده چې دغه ځانګړتیاوې هر څومره ښه وپېژنو.