لیکوال: محبوبی
دوهم فصل: دموکراسي
۱۱. نقد او نظر
ب. د بیان ازادي
د بیان ازادي، چې د دموکراسۍ له بنسټیزو اصلونو څخه ګڼل کېږي، لږ تر لږه په دریمجهاني هېوادونو کې، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې، ټولنه د ګډوډۍ او هرجومرج پر لور بیایي. کله چې په اسلامي ټولنو کې د بیان ازادي په مطلق ډول اعلان شي، نو د مسیحیت، سیکولریزم او کمونیزم نظریې او اندونه یرغل راوړي او د بېلابېلو پلمو او دروغجنو شعارونو په وسیله د اسلام له لارې ځوانان اړوي او د ګمراهۍ کندې تهیې ورکاږي.
د موضوع د لا روښانتیا لپاره کولای شو د جمهوریت د دورې افغانستان ته وګورو. کله چې د شل کلن جمهوریت په دوره کې د بیان ازادۍ خبره راپورته شوه، د نظریاتو او عقایدو ډول ډول څرګندونې رامنځته شوې؛ لکه د مسیحیت، سیکولریزم، کمونیزم او نورو اندونه. په دې موده کې نږدې مطلقه ازادي حاکمه شوه، خو یوازې هغه څرګندونې منع وې چې تشدد، وېره خپرونه، یا د سیکولریزم او دموکراسۍ ضد خبرې پکې وې.
کېدای شي په ځینو هېوادونو کې چې دموکراسي پرې واکمنه ده، د بیان ازادي په منظمه توګه رعایت او عملي شي، خو بېشکه چې په ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د جمهوریت د دورې افغانستان کې، د بیان ازادي مانا دا وه چې هر څوک هر څه وغواړي، هغه ووايي او هر عمل وغواړي، هغه وکړي، بېله دې چې څوک یې مخه ونیسي، ځکه په هېواد کې د دموکراسۍ نظام حاکم و. دا چاره د اسلام د سپېڅلي دین له احکامو او قوانینو سره په څرګنده توګه په ټکر کې ده.
نه شي پټېدلی چې د دموکراسۍ په قوانینو او د هغو کسانو په نظر کې چې د دموکرات په جامه کې راڅرګندېږي، د رښتیني اسلام پیروي او د اصیلو اسلامي شعایرو پابندي د «ارهاب» (تروریزم) تر نامه لاندې منع ده. له هغو کسانو سره چې د خالص اسلامي اخلاقو پابند وي، قانوني چلند کېږي؛ لکه څنګه چې په د شل کلن جمهوریت په دوره کې ډېر رښتیني د اسلام پاسداران یا خو ترور شوي او یا شهیدان شول.
هغه نظام چې د لوېدیځې دموکراسۍ پابند دی، یوازې هغه اسلام مني او د هغه تبلیغ ته اجازه ورکوي چې د دوی له خوا سانسور شوی وي او د دوی د خوښې مطابق تعبیر شوی وي. د بېلګې په توګه، داسې اسلام چې په کې د جهاد د وسلهوال اړخ هېڅ یادونه نه وي.
نو ځکه، د بیان ازادي او د فکر او اند ازادي یوازې یوه توطیه ده د دې لپاره چې اسلامي ټولنې له خپلې عقیدې او هویت څخه بېلارې کړي. په اصل کې دموکراسي د اسلامي ټولنو لپاره یوه خطرناکه دسيسه ده او بس. که دا خبره سمه نه وي، نو ولې امریکا د نړۍ له بل سر راځي او دموکراسي، چې بنسټ یې په ازادۍ ایښودل شوی، په زور د افغانستان او نورو هېوادونو پر خلکو تپي؟ نړیوال منشورونه خپله جوړوي، له ټولو هېوادونو غواړي چې تعقیب یې کړي، خو خپلهیې په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي.