تألیف: سید ابوالحسن ندوي
د خیبر غزا
(د هجرت اووم کال)
د خدای زمري او د یهود قهرمان مقابله
حضرت علي کرمالله وجهه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په امر د «قموص» په نوم د قلعه پر لور وخوځېد. د یهودو مشهور غازی او اسبسوار «مرحب» د جګړې لپاره راووته، حال دا چې د جګړې رجزونه یې ویل.
له دواړو خواوو نه د تورو ګوزارونه تبادله شول، خو بالاخره حضرت علي کرمالله وجهه داسې دروند ګوزار پر هغه وکړ چې د هغه کلاهخود او سر یې تر غاښونو دوه ټوټې کړل، او بالاخره قلعه د مسلمانانو لهخوا فتحه شوه.
په دې جګړه کې «محمد بن مسلمه» رضیاللهعنه د قهرمانۍ داسې کارونه وکړل چې د یهودو څو اتلان یې ووژل.
کوچنی عمل، خو ستر اجر
یو تورپوستی حبشي غلام چې د خیبر اوسېدونکی او د څاروو ساتونکی و، کله چې یې ولیدل خلک د خیبر وسلې راواخیستې، پوښتنه یې وکړه: تاسو څه اراده لرئ؟
هغوی وویل: موږ غواړو له هغه سړي سره وجنګېږو چې وايي زه د خدای پیغمبر یم.
دغه خبره د چوپان په زړه اغېز وکړ. سمدستي له خپلو پسونو سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی او ویې پوښتل: تاسو څه تبلیغ کوئ او خلکو ته څه پیغام ورکوئ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
زه خلکو ته د اسلام بلنه ورکوم، دا چې ګواهي ورکړو چې د الله نه پرته بل معبود نشته او زه د الله استازی یم، او دا چې موږ باید پرته له یوازني خدای څخه بل څوک و نه عبادت کړو.
چوپان تورپوستي وویل: که زه دا خبره ومنم او په الله ایمان راوړم، نو زه به څه تر لاسه کړم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَکَ الجَنَّةُ إِن مِتَّ عَلىٰ ذٰلِکَ»
یعنې: «که ته په همدې حالت مړ شې، جنت ستا لپاره دی.»
نو هغه سمدستي اسلام قبول کړ او ویې ویل:
ای د خدای پیغمبره! دا پسونه زما سره د امانت په توګه دي.
حضرت وفرمایل: پسونه له ځانه لیرې کړه او د «حصباء» په میدان کې یې خوشې کړه، الله به ستا امانت ستا له لوري ادا کړي.
هغه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم امر ته غوږ ونیو، پسونه یې خوشې کړل، او پسونه بیرته د خپل یهودي مالک خوا ته روان شول. یهودي پوه شو چې غلام یې مسلمان شوی دی.
په همدې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د جهاد فیسبیلالله لپاره وهڅول. مسلمانان د یهودو پر وړاندې د جګړې لپاره تیار شول. هغه نوی مسلمان شوی چوپان هم سمدستي د جهاد لپاره وخوځېد، او د الله په لاره کې یې وجنګېدل، تر دې چې د شهادت جام یې وڅښه.
کله چې مسلمانانو د هغه بدن د خپل لشکر تمځای ته راوړ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم تشریف راوړ او صحابهوو ته یې وفرمایل:
په رښتیا سره، الله تعالی دې غلام ته عزت ورکړ او هغه یې د خیر او نېکۍ پر لور رهنمون کړ.
زه ګورم چې د ده د سر پر بالین دوه «حورعین» ولاړې دي، حال دا چې دغه غلام لا یو سجده هم نه وه کړې.