لیکوال: عبدالهادي مجاهد
څلورمه شبهه – د دعوت د مصلحت په موخه په دیموکراسۍ کې ګډون
یو شمېر کسان او اسلامي ډلې د دې په پلمه چې د دعوت مصلحت ته اړتیا ده، د دیموکراسۍ په نظام کې ګډون کوي. دوی استدلال کوي چې که دوی د انتخاب لپاره ځانونه نوماندان نه کړي، ښايي کوم شخص يا اسلامدشمنه ډله هغه څوکۍ تر لاسه کړي. یا دا استدلال کوي چې دوی هڅه کوي د پارلمان له لارې د اسلامي قوانینو د تطبیق زمینه برابره کړي. همدارنګه، دا هم وايي چې په دیموکراتيکو نظامونو او حکومتونو کې هغوی ته د علني دعوت اجازه ورکړل شوې، په دې شرط چې د دیموکراسۍ منونکي وي او د دیموکراتیک نظام په چوکاټ کې ژوند وکړي؛ خو هغه کسان چې دیموکراسي نه مني، له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ کېږي.
نو د دې لپاره چې د علني فعالیت اجازه ولري او خپل پیغام د ټولنې ټولو قشرونو ته په څرګنده ورسوي، د دعوت مصلحت دا غوښتنه کوي چې باید د دیموکراتیک نظام منونکي شي او د بیان له آزادۍ څخه چې په دیموکراسۍ کې شته، استفاده وکړي.
څلور ځوابونه د پورته بېاساسه دلیلونو او پلمو د رد په موخه: