فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید الحاج ملا سلطان محمد آخوند او شهید مولوي صابر
(پلار او زوی) – تقبلهما الله

لومړۍ برخه

افغانستان، دغه لرغونې او سرلوړې خاوره، د تاریخ په اوږدو کې تل د ظلم او تېري په تیارو کې د یوې ځلانده او روښانه ستورې په څېر ځلېدلې ده. له پخوانیو زمانو څخه تر نن ورځې پورې، هر کله چې د ظلم او تېري کومه څپه پر دې خاوره راپرېوتې، د دې هېواد د غرونو په لمنو کې ماته شوې او خپل زور یې له لاسه ورکړی دی.
د دې خاورې خلکو په وچې ډوډۍ او له ایمان څخه په ډک زړه دا زده کړي چې عزت له قربانۍ پرته بله بیه نه لري. د افغان ـ انګلیس په درېیو جګړو، د شوروي د اشغال په دوره، ورپسې د امریکا د اشغال پر مهال او د تاریخ په ټولو ترخو او خوږو پړاوونو کې، د دې خاورې اولادونو ثابته کړې چې د ظلم پر وړاندې خپل سر نه ټیټوي.
فراه ولایت، له خپلو تودو دښتو او وچو غرونو سره، د دې سترې غیرت او مېړانې له مهمو ټاټوبو څخه دی. له همدې خاورې داسې نارینه راپاڅېدلي چې نه یوازې په یوه نسل کې، بلکې په دوو نسلونو کې یې د جهاد لاره تعقیب کړې او په خپله وینه یې د آزادۍ ونه خړوب کړې ده.
دا د هغه پلار او زوی کیسه ده چې نومونه یې د فراه د جهاد په تاریخ کې د تل لپاره یو د بل ترڅنګ پاتې شوي دي. الله تعالی فرمایي:
«وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُمْ بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ»
(الطور: ۲۱)
ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او اولادونو یې هم په ایمان کې د هغوی پیروي کړې وي، موږ به د هغوی اولادونه ورسره یوځای کړو.
دغه آیت د هغو کورنیو لپاره الهي زېری دی چې د شهید صابر د کورنۍ په څېر، هم پلار او هم زوی د الله تعالی په لار کې ګام ایښی او د هغه حضور ته ورغلي دي.

د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *