لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولاریزم
د سیکولاریزم د خپرولو وسایل؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولاریزم خپرول
په تعلیمي نظام کې سیکولاریزم یوه پخوانۍ او خطرناکه مسئله ده، او په رسنیو کې د سیکولاریزم خپرول هم پکې شامل دي؛ له همدې امله یې خطر لا زیات دی، ځکه تعلیمي نصاب زرګونو کسانو ته وړاندې کېږي، خو د رسنیو خپرونې میلیونونو کسانو ته وړاندې کېږي، چې اغېز یې هم ډېر وي. ځکه دا د اورېدو، لوستلو او لیدلو وړ وي. که پاک او غوره موضوعات خپاره کړي، نو لوی اجر لري. د دې مثال په قرآن کریم کې داسې بیان شوی دی:
«كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ»\
«تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا» (د ابراهیم سورت، ۲۴ او ۲۵ آیتونه)
ژباړه: پاکه کلمه (او پاکه وینا) له یوې پاکې ونې سره تشبیه شوې ده، چې ریښه یې (په ځمکه کې) ټینګه ده او څانګې یې په اسمان کې دي؛ هر وخت د خپل رب په اجازه خپله مېوه ورکوي.
خو که دغه رسنۍ چټل او ناوړه موضوعات خپروي، نو د یوې خبیثې ونې په څېر دي:
«وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ»
په اسلام کې وینا امانت دی او په دې اړه ډېر ټینګار شوی دی، چې یا یو مؤمن د سیدالشهدا درجې ته رسوي او یا یې د دوزخ ژورې کندې ته غورځوي. له بده مرغه، په ډاډ سره ویلای شو چې اوس مهال د رسنیو بېلابېل وسایل، لکه لیکنې (خبرونه او مجلې)، ټلوېزیون او سینما، یوازې د فحشا د خپرولو په خدمت کې دي. خلک جرمونو ته هڅوي او په ځمکه کې فساد خپروي؛ عقیدې، اخلاق او ارزښتونه له منځه وړي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)