فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې چارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولریزم

د سیکولریزم د خپرولو لارې؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولریزم خپرول (دوام)
۸. د خلکو د فکرونو تل بوخت ساتل؛ ځکه ډېری سریالونه او ډرامې ډېر وخت نیسي او لیدونکي دې ته اړ باسي چې په دوامداره توګه یې تعقیب او ننداره وکړي. په دې توګه، خلک له خپلو واجباتو او مسؤلیتونو څخه پاتې کېږي.
۹. په ماشومانو کې د خوب پر مهال وېره او اندېښنه پیدا کول؛ ځکه ځینې صحنې د ماشومانو لپاره مناسبې نه وي او د نجونو او تنکیو ځوانانو په ذهنونو کې د راتلونکي په اړه فکرونه او اندېښنې راپاروي. دا ځکه چې دغه سریالونه د کفري ټولنو انځور وړاندې کوي، چې هلته د کورنۍ نظام له پاشلتیا سره مخ شوی دی. د مېړه او مېرمنې ترمنځ د مینې پر ځای له پردیو کسانو سره د دوستۍ او اړیکو دود خپور شوی دی. د دغو صحنو لیدل پر مسلمانو ځوانانو ډېر ناوړه اغېز کوي.
۱۰. د پردیو نارینه‌وو او ښځو ترمنځ د عاشقانه کیسو بیانول؛ نجونو او تنکیو ځوانانو ته له واده مخکې د مینې، اختلاط، ناستې ولاړې او له نامحرمو سره د اړیکو د جوړولو ورزده کول او د عفت او پاک لمنۍ پر بنسټ د اسلامي ژوند له فکره د هغوی لرې کول.
۱۱. په اسلامي ټولنه کې د کفري دودونو او رواجونو خپرول؛ ځکه لوېدیځې ډرامې او سریالونه د جامو اغوستلو، اخلاقو، بې‌حجابۍ، چلند او نورو دودونو د زده‌کړې لامل کېږي. دا ځکه چې ډېری دغه سریالونه د لوېدیځو هېوادونو له سریالونو څخه کاپي شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *