شهید مولوي عبدالحمید نوراني – تقبله الله –
درېیمه برخه
له خلکو سره ژوره اړیکه؛ والي او مجاهد (دوام)
دغه مدبر او وړتیا لرونکی شخصیت د خپل لوړ استعداد او پیاوړو وړتیاوو له امله د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د اوږدې مودې لپاره د هرات ولایت د والي په توګه وټاکل شو. نوموړي په دې درانه مسؤلیت کې هم له هماغه اخلاص او رښتینولۍ څخه کار واخیست او د عادلانه او هوښیار مدیریت له لارې یې د دغه ولایت له خلکو سره د پام وړ خدمتونه ترسره کړل.
د فراه ولایت ترڅنګ، په نورو ولایتونو کې یې هم مهم مسؤلیتونه پر غاړه لرل او په هر ځای کې یې د نېک نوم او ښو خاطرو څرک پرېښود.
اخلاص، صداقت، مېړانه، دینداري او وفاداري د دغه ستر مجاهد له څرګندو ځانګړنو څخه وې. نوموړی تل د خلکو په منځ کې د یوه اتل شخصیت په توګه پېژندل کېده او هېڅکله یې د آزادۍ لپاره له مبارزې لاس وانخیست.
الله تعالی د خپلو داسې بندګانو په اړه فرمایي:
«رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ» (النور: ۳۷)
ژباړه: داسې سړي چې هېڅ سوداګري او پېر او پلور یې د الله تعالی له یاد څخه نه غافلوي.
شهید نوراني د دغه مبارک آیت ژوندی مصداق و؛ اداري او مدیریتي مسؤلیتونو هېڅکله نوموړی د الله تعالی له یاد او د هغه په لار کې له جهاد څخه غافل نه کړ.
د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت